IQNA

 د اماراتو د قرآن کریم د عمومی حفظ په درویشتمو سیالیو کې د نامو ثبتول پیلیږي.

16:35 - October 29, 2022
د خبر لمبر: 3486384
ایکنا-(تهران)د دوبئ دقرآن کریم نړیوالې جایزې مسئولانو په یوې اعلامیې کې ووئيل، چې د دغه هیواد  قرآڼ کریم د عمومی حفظ د سیالیو په درویشتم پړاؤ کې دګډون لپاره د نامو ثبتول له روانې اونۍ پيلیږي.

ایکناخبری آژانس د البیان له قوله راپور راکړ ،د دوبئ دقرآن کریم د نړیوالې جایزې مسئولانو په یوې اعلامیې کې ووئيل،د ۲۰۲۲کال(۱۴۴۴قمری کال)  د شیخه هند بنت مکثوم د قرآن کریم د سیالیو په درویشتم پړاؤ کې د نامو ثبتول د اماراتو د تائيد وړد قرآن کریم د حفظ مرکزونو ته په مراجعې سره د نومبر له لومړۍ نیټې سه شنبې ورځې پيلیږي او د دسمبر تر لسمې نیټې پورې به دوام ولري.

دغه سیالۍ په ټاکل شوو شرائطو او ضابطو سره  په شپږو څانګو کې ترسره کیږي،چې لومړۍ څانګه ئې له تجوید سره یوځاي د ټول قرآن کریم حفظ، دوهمه څانګه هم د د قرآن کریم تر شلو سپارو پورې حفظ اوتجوید، دریمه څانګه د پرله پسې لسو سپارو له تجوید سره یو ځای حفظ، څلورمه څانګه،د اماراتی ښاریزو له ځانګړی تجوید سره  او له لسکو کلونو زیات عمر لرونکو دیره کسانو لپاره له تجوید سره یو ځاي د پنځو سپارو حفظ او شپږمه څانه له لسو کلونو زیات عمرلرونکو ښاریزو لپاره له تجوید سره یوځاي د درو سپارو حفظ  کول دي.

د دوبئ د حاکم د انساني او کلتوري چارو سلاکار  او د  دوبئ د قرآن کریم دجایزې دمنظمونکي کمیټې مشر ابراهیم محمد بوملحه روښانه کړې ده،دغه سیالۍ  د دغه هیواد دلومړي وزیر او د اماراتود  مرستیال مشر او د دوبئ د حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په څارنې سره ترسره کیږی او د قرآن کریم تلاؤت او د هغه په حکامو عمل  کولو ته د هڅولو په خاطر ترسره کیږي.

تردې دمه د دغو سیالیو د ترسره کیدا د وخت په باب کوم خبر نه دی اعلان شوی ،خود تیر کال په مارچ میاشت کې ددغو سیالیو دوویشتم پړاؤ ترسره شوی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4094987  

captcha